له طبعي پيښو سره د مبارزې اداره وايي، شاوخوا 500 ميليونه ډالرو ته اړتيا لري، چې سيلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې ور ورسوي. پر همدې مهال د کرنې وزارت چارواکي وايي سېلابونو
له طبعي پيښو سره د مبارزې اداره وايي، شاوخوا 500 ميليونه ډالرو ته اړتيا لري، چې سيلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې ور ورسوي.
پر همدې مهال د کرنې وزارت چارواکي وايي سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پراخې کرنيزې ځمکې ويجاړې کړي او د سبو او مېوو حاصلات يې زيانمن کړي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، په هېواد کې د وروستيو سېلابونو د قربانيانو شمېره اوسمهال له اتياوو اوښتې او سېلابونو شاوخوا 7000 کورونه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې وران کړي دي.
سېلابونو تر ډېره د هېواد ختيځ، جنوب ختيځ او مرکزي سيمې ځپلې دي.
د رپوټونو له مخې دغو سېلابونو په يو شمير سيمو کې لارې او پلونه وړي او له يوې سيمې نه بلې ته يې غځيدلې لارې پرې کړي او د چارواکو په خبره دې کار د مرستې رسولو چاره هم له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړې ده.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم په هېواد كې ځواکمن سېلابونه راوتلي وو چې سربېره پر مالي زيان يې تر ۸۰ ډېر خلک ووژل .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


