ads

د لغمان په يو شمېر سيمو كې لا هم سېلابونه دوام لري

د لغمان چارواکي وايي، په دې ولايت کې وروستي درانه سېلابونه  لاهم دوام لري، چې په يو شمېر سيمو کې د کورونو او پلونو د نړولو ترڅنګ يې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړکړي. د لغمان چارواکي وايي، په دې ولايت کې وروستي درانه سېلابونه  لاهم دوام لري، چې په يو شمېر سيمو کې […]

نویسنده: TKG
18 زمری 1389

د لغمان چارواکي وايي، په دې ولايت کې وروستي درانه سېلابونه  لاهم دوام لري، چې په يو شمېر سيمو کې د کورونو او پلونو د نړولو ترڅنګ يې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړکړي.

د لغمان چارواکي وايي، په دې ولايت کې وروستي درانه سېلابونه  لاهم دوام لري، چې په يو شمېر سيمو کې د کورونو او پلونو د نړولو ترڅنګ يې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړکړي.

د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد کليد ته وويل، چې تازه سېلابونو د مرکز مهترلام او اليشنګ او الينګار ولسواليو يو شمېر سيمو کې يو شمېر کورونه او پلونه نړولي.

د همدرد په وينا، سېلاب ته د نېږدې سيمو خلکو خپلې مېنې هم پرېښي، چې د چارواکو لخوا په رخصت شويو ښوونځيو او نورو خوندي سيمو کې ځاى پرځاى شوي.

د لغمان د والي وياند زياتوي، چې ولايتي ادارې  هغو خلکو ته د نومرو ورکولو پلان هم لري، خو اوس يې پردولتي سيمو  ځکه نه مېشتوي، چې د ځمکو د غصب وېره لري.

بلخوا سېلاب ځپلي بيا شکايت لري، چې حکومت يې له ژمنو سره، سره کومه مرسته نه ده کړې او د سېلاب تېر زيانونه او د نورو زيانونو اندېښنې يوازې ګالي او څوک يې د غم خوړلو نشته.

دوى دغه راز پر حکومت دا نيوکه هم لري، چې د سېلابونو د دوام مخنيوي کې پاتې راغلى او دا به د دوى په وينا د دې لامل شي، چې په دې ولايت کې بيا ولسي زيانونه او تلفات رامنځته شي، خو چارواکي د نيوکو په رد سره وايي، چې ترخپله وسه يې د سېلاب ځپلو مرسته کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA