ads

په پكتيا ولايت كې سيلابونو درې تنه ووژل

له تېروڅو ورځو را په دې خوا د پكتيا ولايت په مركز ګرديز او څېرمه زرمت او سيد كرم ولسواليو كې د سيلابونو د راوتو له امله زيات زيانونه اوښتي دي. د پكتيا والي وياند روح الله سمون وايې، چې د ورستيو سيلابونو له امله سيمه والو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې دي .   […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1389

له تېروڅو ورځو را په دې خوا د پكتيا ولايت په مركز ګرديز او څېرمه زرمت او سيد كرم ولسواليو كې د سيلابونو د راوتو له امله زيات زيانونه اوښتي دي. د پكتيا والي وياند روح الله سمون وايې، چې د ورستيو سيلابونو له امله سيمه والو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې دي .

 

له تېروڅو ورځو را په دې خوا د پكتيا ولايت په مركز ګرديز او څېرمه زرمت او سيد كرم ولسواليو كې د سيلابونو د راوتو له امله زيات زيانونه اوښتي دي.

د پكتيا والي وياند روح الله سمون وايې، چې د ورستيو سيلابونو له امله سيمه والو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې دي .

د والي د وياند په خبره درې كسه پكې وژل شوي او شپږ نور يې تبيان دي.

سمون وايې، چې سيلابونو د پكتيا ولايت ټولې سيمې زيانمنې كړې دي، خو تر دې دمه لا د سيلاب ځپلو سره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې.

سمون وايې، سيلابونو ۱۱۱ كورونه او په لويه كچه كروندې ويجاړې كړې دي.

نوموړى وايې، چې د سيلابونو له امله ۳۰۰۰ جريبه كرنيزه ځمكه هم ويجاړه شوې ده.

روح الله سمون په خيريه مؤسېسو غږ كوي، چې د پكتيا په ولايت كې دې له سيلاب ځپلو سره مرسته وكړي

د پكتيا په ولايت كې په دې ورستيو كې د سيلابونو له امله ګڼ شمير مالي زيانونه اوښتي وو، خو له تېرو دوو ورځو را په دې خوايې د سيمې اوسيدونكو ته ځاني زيانونه هم واړول

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA