په غزني ښارکې نن سهار بمي چاودنې د دوو پوليسو په ګډون لس تنه ټپيان كړل. د غزني د والي وياند اسماعيل جهانګير رسنيو وويل، چې چاودنه نن سهار په اتو بجو د مستوفيت څلور لارې ته څېرمه په يوه بپلر کې د ځاى پرځاى شوي ماين له كبله وشوه، چې درې ملکيان او يو پوليس پكې ټپيان شوي.
په غزني ښارکې نن سهار بمي چاودنې د دوو پوليسو په ګډون لس تنه ټپيان كړل.
د غزني د والي وياند اسماعيل جهانګير رسنيو وويل، چې چاودنه نن سهار په اتو بجو د مستوفيت څلور لارې ته څېرمه په يوه بپلر کې د ځاى پرځاى شوي ماين له كبله وشوه، چې درې ملکيان او يو پوليس پكې ټپيان شوي.
د جهانګير په وينا، د پېښې په تړاو يې تر دې مهاله څوک نه دي نيولي، خو پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
خو د ملکي روغتون رئيس ډاکټر اسماعيل ابراهيمزى وايي، چې روغتون ته دوه پوليس او اته ملکي وګړي وروړل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د چاودنې مسووليت منلى دى .
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په غزني ښار کې د چاودنو او توغنديزو بريدونو پېښې زياتې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


