جمهور رئيس حامد كرزي پرون د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو له كمېسيون څخه د ليدنې پر مهال ټينګار وكړ، چې بايد په دولتي پوستونو كې كسان د پوهې او مسلك پر اساس وګمارل شي، ترڅو خلكو ته رښتيني او سم خدمتونه ترسره كړي.

نوموړي وويل، چې هرې دولتي څوكۍ ته بايد د ازاد رقابت او ازموينې له مخې كسان جذب شي نه د واسطې او نورو اړيكو پراساس.
بل خوا جمهور رئيس حامد كرزي وويل، چې ملي او نړيوالو امنيتي كمپنيو په هېواد كې ډېرې امنيتي ستونزې جوړې كړي او بايد، چې نړيواله ټولنه د دغو كمپنيو په بندولو كې جدي اقدام وكړي.
دا څرګندونې په داسې حال كې كېږي، چې د هېواد په هره برخه كې له دولتي خدمتونو څخه شكايتونه موجود دي او خلك وايي، چې تر ډېره په دولتي ادارو كې مامورين په ځانګړي توګه په لوړو پوستونو كې د پوهې پر اساس نه بلكې د اړيكو، رشوت او واسطې له مخې ټاكل شوي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ