ads

په جنوب كې د ملي اردو ۳ سرتيري ووژل شول

د ملي دفاع وزارت ويلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو كې يې د هېواد په جنوب کې ۳ سرتيري وژل شوي دي. د ياد شوي وزارت له خوا كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري د بېلابېلو عملياتو په لړ كې وژل شوي.   د ملي دفاع وزارت ويلي، چې تېرو ۲۴ […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1389
په جنوب كې د ملي اردو ۳ سرتيري ووژل شول

د ملي دفاع وزارت ويلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو كې يې د هېواد په جنوب کې ۳ سرتيري وژل شوي دي. د ياد شوي وزارت له خوا كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري د بېلابېلو عملياتو په لړ كې وژل شوي.

 

د ملي دفاع وزارت ويلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو كې يې د هېواد په جنوب کې ۳ سرتيري وژل شوي دي.

د ياد شوي وزارت له خوا كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري د بېلابېلو عملياتو په لړ كې وژل شوي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې ‌ځواکونو يې تېره ورځ د هلمند او کندهار په بېلا بېلو سيمو کې عمليات ترسره کړي وو.

سرچينې زياته كړې، چې پر دغو ۳ سرتېرو سربېره يې ١١ نور ټپيان شوي هم دي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې، ټپيان سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ  دى.

ياد وزارت د عملياتو پرمهال د ١٥ شکمنو کسانو، وسلو، مهماتو او چاودېدونکيو توکيو د نيولو خبر هم وركړى.

ياد شوي کسان، وسلې او مهمات په لوګر، پکتيا، کندهار او هلمند ولايتونو کې نيول شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA