ads

پكتيكا كې ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول

د پکتيکا ولايت دولتي چارواکو د پکتيکا په ۲بېلابېلو ولسواليو جانيخېل او خوش آمند ولسوليو کې د۱۰وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. د پکتيکا ولايت دولتي چارواکو د پکتيکا په ۲بېلابېلو ولسواليو جانيخېل او خوش آمند ولسوليو کې د۱۰وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان په دې […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1389

د پکتيکا ولايت دولتي چارواکو د پکتيکا په ۲بېلابېلو ولسواليو جانيخېل او خوش آمند ولسوليو کې د۱۰وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د پکتيکا ولايت دولتي چارواکو د پکتيکا په ۲بېلابېلو ولسواليو جانيخېل او خوش آمند ولسوليو کې د۱۰وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان په دې اړه کليد ته وويل، چې ناټواو افغان ځواکونو په ګډه د دقيقو راپورونو پر بنسټ په خوش امند ولسوالۍ کې عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې ۴ طالبان وژلي او يو شمېر وسلې او مهمات يې ترلاسه كړي دي .

افغان زياته کړه، چې د جانيخېلو ولسوالۍ د حمزه بابا په يوه امنيتي پوسته وسلوالو طالبانو بريد کړى و، چې په ځوابي بريد کې يې ۶ طالبان وژل شوي دي.

د افغان په خبره، په يادو دواړو پېښو کې دولتي او بهرنيو ځواکونو ته مرګ، ژوبله نه ده اوښتې.

د يادوني وړ ده، چې وسله والو طالبانو او ځايې خلکو تر دې مهاله د يادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسي حال کې ده، چې د جمعي په ورځ ناټو ځواکونو په سروضه ولسوالۍ کې د ۲۱ تنو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA