ads

پاكستاني سېلاب ځپلو سره د افغان حكومت مرسته

د افغان حكومت له خوا، د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې په مقصد له روغتيايي موادو ډکو څلورو الوتكو د شنبې په ورځ دغه هېواد ته پرواز وکړ. د افغان حكومت له خوا، د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې په مقصد له روغتيايي موادو ډکو څلورو الوتكو د شنبې په ورځ […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1389

د افغان حكومت له خوا، د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې په مقصد له روغتيايي موادو ډکو څلورو الوتكو د شنبې په ورځ دغه هېواد ته پرواز وکړ.

د افغان حكومت له خوا، د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې په مقصد له روغتيايي موادو ډکو څلورو الوتكو د شنبې په ورځ دغه هېواد ته پرواز وکړ.

په دې موادو کې درمل، چپرکټونه او نورلوازم شامل دي، چې د دفاع او عامې روغتيا د وزارتونو د ډاکټرانو له خوا به په پاکستان کې، پرسېلاب ځپلو  وويشل شي.

د دفاع وزارت د روغتيا رئيس جنرال ضيا يفتلي رسنيو ته ويلي، چې دغه مرسته له ګاونډي هېواد پاکستان سره، د خواخوږۍ له مخې کېږي.

دغه روغتيايي مرسته، چې اندازه يې څه باندې څلورو ټنو ته رسېږي، درې ټنه د دفاع او يو ټن د عامې روغتيا د وزارت له خوا تياره شوې ده.

په دې وروستيو کې پرله پسې بارانونو او سېلابونو، د پاکستان اکثرو سيمو ته زيان ورساوه.

ويل کېږي، چې په زرګونو کلي اوکورونه په کې اوبو وړي او کابو دوه زره تنه يې وژلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA