د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د پوليسو او ملي اردو ترمنځ نښتې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واړوله. د هلمند د امنيت امر سمونوال كماالدين شيرزي رسنيو ته وويل، چې په دې پيښه كې د پوليسو ترڅنګ ملي اردو ته ډيره مرګ ژوبله اوښتې خو نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنكړل.
د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د پوليسو او ملي اردو ترمنځ نښتې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هلمند د امنيت امر سمونوال كماالدين شيرزي رسنيو ته وويل، چې په دې پيښه كې د پوليسو ترڅنګ ملي اردو ته ډيره مرګ ژوبله اوښتې خو نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنكړل.
د نوموړي په وينا، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملي اردو سرتيرو د ګزمې پرمهال له يوه پوليس څخه تمانچه اخېستې وه، چې په ترڅ كې د دواړو خواوو ترمنځ د لفظي شخړې وروسته ډزې وشوې.
هغه وايي، چې سېمې ته يې پلاوى استولى تر څو د پيښې په اړه پوره معلومات راجمع كړي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


