د كندوز ځايي چارواكي وايي، چې په خان اباد ولسوالۍ کې يې د درېيو تاجک طالبانو په ګډون د څلورو وسله والو او يوه افغان د نيولو خبر ورکړ. د کندوز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرحمن اقتاش په دې اړه رسنيو ته ويلي،
د كندوز ځايي چارواكي وايي، چې په خان اباد ولسوالۍ کې يې د درېيو تاجک طالبانو په ګډون د څلورو وسله والو او يوه افغان د نيولو خبر ورکړ.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرحمن اقتاش په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې ياد کسان د امنيتي مسؤلينو لخوا د خان اباد ولسوالۍ په اقتاش سيمه کې نيول شوي دي.
د هغه په وينا، درېيو تاجک طالبانو په لومړيو څېړنو کې څرګنده کړې، چې د پاکستان په ديني مدرسو کې يې زده کړې کړي او له ورانکارو فعاليتونو سره اشنايي لري.
نوموړي زياته کړه، چې ياد کسان د طاهر يولداش له ډلې سره تړاو لري او څه موده وړاندې يې د امام صاحب په ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کې هم لاس درلود.
اقتاش زياتوي، له نيول شويو کسانو څخه يو ميل کلاشينکوف او يو ميل پيکا ترلاسه شوې.
د پېښې په اړه تر دې دمه كومې وسله والې ډلې رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


