ads

كندهار كې مدافع وکيل او د پوليسو يو افسر ووژل شول

وسله والو موټرسايکل سپرو تېر ماښام په کندهار ښار کې د امنيه قوماندانۍ يو افسر او يو مدافع وکيل وواژه. د کندهار د امنيه قوماندانۍ کشفي مرستيال سمونوال محمد شاه فاروقي رسنيو ته وويل، چې لومړۍ پېښه د ماښام په اوه نيمو بجو د ښار په دويمه ناحيه کې رامنځته شوه.     وسله والو […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1389

وسله والو موټرسايکل سپرو تېر ماښام په کندهار ښار کې د امنيه قوماندانۍ يو افسر او يو مدافع وکيل وواژه. د کندهار د امنيه قوماندانۍ کشفي مرستيال سمونوال محمد شاه فاروقي رسنيو ته وويل، چې لومړۍ پېښه د ماښام په اوه نيمو بجو د ښار په دويمه ناحيه کې رامنځته شوه.

 

 

وسله والو موټرسايکل سپرو تېر ماښام په کندهار ښار کې د امنيه قوماندانۍ يو افسر او يو مدافع وکيل وواژه.

 

د کندهار د امنيه قوماندانۍ کشفي مرستيال سمونوال محمد شاه فاروقي رسنيو ته وويل، چې لومړۍ پېښه د ماښام په اوه نيمو بجو د ښار په دويمه ناحيه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې ناپېژاندو وسله والو موټر سايکل سپرو د امنيه قوماندانۍ پر  يوه افسر، چې پلى روان و، ډزې وکړې او هغه يې وواژه.‌

دغه پېښه په داسې سيمه کې رامنځته شوې، چې دواړو لوريو ته په پنځوس مترۍ کې د پوليسو امنيتي پوسته شتون لري.

د فاروقي په وينا، د امنيه قوماندانۍ ياد شوي افسر ١٥ ورځې مخکې دنده پيل کړې وه.

کشفي مرستيال وويل، چې په همدې سيمه کې نورو وسله والو موټرسايکل سپرو پر يوه مدافع وکيل هم ډ‌زې وکړې او هغه يې وواژه.

محمد شاه فاروقي وايي، چې د دواړو پېښو بريد کوونکي تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه په نهه نيمو بجو د کندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړونده د خواجک بابا په سيمه کې د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې ،چې له امله يې دوه پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA