ads

د ټاکنو کمېسيون مشر له غور، فراه او بادغيسه ليدنه كوي

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر نن درېيو لويديځو ولايتونو ته سفر پيل کړ، ترڅو هلته انتخاباتو ته نيول شوى تيارى له نژدې وګوري. فضل احمد معنوي تېره ورځ هرات ولايت ته تللى او په پام کې لري، چې نن په بادغيس، غور او فراه ولايتونو لاړ شي.       د انتخاباتو د خپلواک […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1389

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر نن درېيو لويديځو ولايتونو ته سفر پيل کړ، ترڅو هلته انتخاباتو ته نيول شوى تيارى له نژدې وګوري. فضل احمد معنوي تېره ورځ هرات ولايت ته تللى او په پام کې لري، چې نن په بادغيس، غور او فراه ولايتونو لاړ شي.

 

 

 

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر نن درېيو لويديځو ولايتونو ته سفر پيل کړ، ترڅو هلته انتخاباتو ته نيول شوى تيارى له نژدې وګوري.

فضل احمد معنوي تېره ورځ هرات ولايت ته تللى او په پام کې لري، چې نن په بادغيس، غور او فراه ولايتونو لاړ شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور رسنيو ته وويل، چې معنوي به په لويديځو ولايتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون سيمه ييز دفترونه او د هغوي کاري بهير له نژدې وويني.

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رئيس په تېرو اوونيو کې هم شمالي او ختيځو ولايتونو ته سفرونه کړي وو.

ټاکل شوې ده، چې د ولسي جرګې انتخابات د روژي د مياشتې په اوه ويشتمه نېټه ترسره شي، خو د دغو انتخاباتو ترسره کېدو ته له امنيتي پلوه ډېرې انديښنې موجودې دي.

بل پلو د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر وايي، د هېواد په ځينو سيمو کې ناامني د راتلونکو پارلماني انتخاباتو مخته يوه لويه ستونزه ده.

فضل احمد معنوي، چې د دغه کمېسيون له نور مسؤلينو سره په هرات کې څرګندونې کولې وويل، د انتخاباتو لپاره د امنيت د ټينګښت په مسئله کې له دولتي چارواکو سره يو ځاي کار کوي او تر سره شوې امينتي سروې ښيي، چې انتخابات به تر ډېره حده په ارامه فضا کې ترسره شي.

معنوي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ولسي جرګې لپاره کانديدان او رايه ورکونکي روان امنيتي حالت ته په کتنې سره په انتخاباتو کې د ګډون په اړه انديښنه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA