ads

د ميدان وردګو په سيلابونو كې ۳۸تنه مړه شول

د ميدان وردګو ولايت په بېلابېلو سيمو کې راغليو سېلابونو تر اوسه پورې ۳۸ تنه مړه کړي، سلګونه څاروي يې له منځه وړي او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې ده. د ميدان وردګو ولايت په بېلابېلو سيمو کې راغليو سېلابونو تر اوسه پورې ۳۸ تنه مړه کړي، سلګونه څاروي يې له منځه وړي […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1389

د ميدان وردګو ولايت په بېلابېلو سيمو کې راغليو سېلابونو تر اوسه پورې ۳۸ تنه مړه کړي، سلګونه څاروي يې له منځه وړي او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې ده.

د ميدان وردګو ولايت په بېلابېلو سيمو کې راغليو سېلابونو تر اوسه پورې ۳۸ تنه مړه کړي، سلګونه څاروي يې له منځه وړي او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې ده.

د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي رسنيو ته وويل، چې له سختو بارانونو وروسته راغليو سېلابونو د جلرېز، نرخ، دايميرداد، چك، سيداباد او د ميدان ښار سېمې سختي ځپلې دي.

دى وايي، چې تر دې مهاله لومړنۍ شميرې وايي، چې ۳۸ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

نوموړي وويل، چې  په دايميرداد ولسوالۍ كې ۷ تنه لادركه دي او د دې ترڅنګ په جلريز ولسوالۍ كې ۹۵۰ څاروي وژل شوي دي.

هغه وايي، چې تېر ماښام د جلريز د زمېنو  په سېمه كې يو تونس او كرولا موټر، چې له سپرليو څخه ډك وو تر خټو او ګټو لاندې شول.

فدايي وويل، چې د مالي زيانونو  ترڅنګ شاوخوا ۱۰۰۰۰ جريبه كرهنيزه او د باغونو ځمكه له منځه تللې، چې په ډېرو كرهنيزو ځمكوكې د غنم فصل ولاړ وو.

نوموړي وويل، چې نن به د ولايتي د بيارغونې د ډلې (PRT) لخوا يوه انداز  برابر شوي خواړه په  زيانمو شويو كورنيو وويشي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA