ads

د جنوبي کوريا دفاع وزير كابل ته راغى

د جنوبي کوريا د دفاع وزير کابل ته د سفر په ترڅ کې د ملي اردو د ځواکونو د پياوړي کولو په برخه کې د خپل هېواد له نويو مرستو خبر ورکړى. د جنوبي کوريا د دفاع وزير کابل ته د سفر په ترڅ کې د ملي اردو د ځواکونو د پياوړي کولو په برخه […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1389

د جنوبي کوريا د دفاع وزير کابل ته د سفر په ترڅ کې د ملي اردو د ځواکونو د پياوړي کولو په برخه کې د خپل هېواد له نويو مرستو خبر ورکړى.

د جنوبي کوريا د دفاع وزير کابل ته د سفر په ترڅ کې د ملي اردو د ځواکونو د پياوړي کولو په برخه کې د خپل هېواد له نويو مرستو خبر ورکړى.

د جنوبي کوريا د دفاع وزير دغه راز ويلي، چې په پروان ولايت کې د دې هېواد د ولايتي بيارغونې ټيم هڅه کوي، چې د بيارغونې په برخه کې خپلې هلې ځلې لازياتې کړي.

د دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمي ويلي، چې د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردک له خپل کوريايي سيال سره ليدنه کې په درنو وسلو د ملي اردو د ځواکونو د تجهيزولو غوښتنه کړې.

جنوبي کوريا له افغانستان سره مهم مرسته کوونکي هېواد دى، چې په مرکز او ولايتونو کې د بيارغونې په برخه کار کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA