ads

بادغيس ولايت كې طالبانو يوه ښځه په دار وځړوله

وسلوالو طالبانو د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې يوه ٤٨ کلنه ښځه په دار وځړوله. دغه خبره د بادغيس ولايت په قادس خوردک سيمه کې د طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان ملا محمد يوسف نن سهار رسنيو ته کړې.   وسلوالو طالبانو د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې يوه ٤٨ کلنه ښځه په دار وځړوله. […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1389

وسلوالو طالبانو د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې يوه ٤٨ کلنه ښځه په دار وځړوله. دغه خبره د بادغيس ولايت په قادس خوردک سيمه کې د طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان ملا محمد يوسف نن سهار رسنيو ته کړې.

 

وسلوالو طالبانو د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې يوه ٤٨ کلنه ښځه په دار وځړوله.

 

دغه خبره د بادغيس ولايت په قادس خوردک سيمه کې د طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان ملا محمد يوسف نن سهار رسنيو ته کړې.

د نوموړي په وينا، دغه ښځه بيدي صنم نومېدله او د قادس ولسوالۍ د قادس خوردک سيمې اوسېدونکې وه، چې د امېدوارۍ په تور په دار وځړول شوه.

ويل كېږي، يادې ښځې مړ ماشوم زېږولى و.

د يوسف د معلوماتو له مخې، د يادې ښځې خاوند ٤ کاله پخوا مړ شوى، دوه زامن يې په ايران کې کډوال دي او مېرمنې يواځې ژوند کاوه.

د سرچينې په وينا، د دغې ښځې د اعدام حکم د هغې سيمې د طالبانو د يوه قاضي له خوا، چې قاضي احمد نومېږي صادر شوى دى.

عبدالواحد د يادې ولسوالۍ اوسېدونکى وايي، چې ياده ښځه کونډه وه.

هغه د دغې ښځې د امېدوارۍ د تاييد ترڅنګ وويل، چې هغه بايد اعدام شوې نه واى، بلکې بله سزا ورته ټاکل شوې واى

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA