ايساف او افغان ځواكونو په هلمند ولايت كې د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژل كېدو او د وسلو د يوې ډيپو د کشفولو خبر وركړ. په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي،
ايساف او افغان ځواكونو په هلمند ولايت كې د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژل كېدو او د وسلو د يوې ډيپو د کشفولو خبر وركړ.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پرون يې په هلمند كې د ګډو عملياتو په ترڅ كې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل.
خبرپاڼه ليكي، چې د عملياتو په ترڅ كې يې د وسلوالو طالبانو د وسلو يوه مهمه ډيپو او يو شمېر ارتباطي وسايل هم ترلاسه كړي دي.
په خبرپاڼه کې د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه شوى.
د دې مركز له خوا په يوې بلې خبرپاڼه كې ليكل شوي، چې د هلمند د حيدراباد په سيمه كې د وسله والو طالبانو له خوا د ماين په چاودنه كې دوه ملكي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې د وسله والو طالبانو مشر ملاعمر له خپلو ملاتړ كوونكيو غوښتي، چې د ملكي كسانو له وژل كېدو څخه ډډه وكړي، خو دوى خپلو دې كړنو ته دوام وركوي.
وسله والو طالبانو تراوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو ادعا كوي چې په ګرشك او مارجې ولسواليو كې يې ۱۱ بهرني سرتېري وژلي دي، خو بهرني ځواکونه دغه ادعا ردوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


