ads

يو نيزاره شور

د چا ستـــــرګې مې په زړه کې لاره ګوريسندريزې چينې غــــــــــره کې لاره ګوري ستا ښـــايست مې له وجود نه بهر نه ځيدا که مـــــوج دى، په راده کې لاره ګوري زه نه لېونى کېږمروغ رمټ وم د سالم وجود خاوند ومنه په زړه باندې زخمي ومنه مې سترګې داسې سرې وېنه عادت په شوګيرو […]

نویسنده: The Killid Group
16 زمری 1389

د چا ستـــــرګې مې په زړه کې لاره ګوري
سندريزې چينې غــــــــــره کې لاره ګوري

ستا ښـــايست مې له وجود نه بهر نه ځي
دا که مـــــوج دى، په راده کې لاره ګوري

زه نه لېونى کېږم

روغ رمټ وم د سالم وجود خاوند وم
نه په زړه باندې زخمي وم
نه مې سترګې داسې سرې وې
نه عادت په شوګيرو وم
نه مې خيال داسې مجنون وو
چې به لاړو ستا کوڅې ته
ستا د کور په دروازه کې
د ملنګ په شان ولاړ وم
ماشومانو به ويشتلو
هم لويانو به رټلو
هو زما خيال داسې نه وو
زما فکر داسې نه وو
دا زما د سوچ خلاف وو
چې اوس هر وخت آئینې
ته کله ودرېږم او ستا ياد راپه زړه شي
نوپه چيغو شم کوکارې کړم
په ځمکه راګوزار شم
خلک ټول رانه راتاو شي
چې راپاڅم اسويلي د افسوس وکړم
نو دوى خپلو کې بيا وايي
لېونى دى، لېونى دى
زولنو باندې يې بند کړئ
هسې نه چې په چا سر او تندى مات کړي
نو وجود مې ټول لمبه شي
يو درد ناکه څړيکه راشي
په ګوګل کې مې دننه
بيا دردونه راخواره شي
ګرېوان ټول په اوښکو لوند شي
خلک ټول ما پورې خاندي
خو زه ژاړم
لمبه کېږم
ويلې کېږم
او سوځېږم نه رغېږم نه قتلېږم
چيغې ووهم ژړېږم
خو زه نه لېونى کېږم
هو زه نه لېونى کېږم

ځلاند

******

غزل
لاس مې ځکه په خپل زړه دی ما نیولی
ما ګرېوان ياره ګرېـوان مې تـــــا نــيولـى
خداى راولېږه ستا نوم نن په الهام کــــې
ياره د اچې شوخ غزل حيــــــا نيـــــولــــى
نو تا ولې په سپين مخ نقاب راخور کــړ؟
لمر د عشق چې خداى پر سر دنيا نيولى
کنه ستا خولګۍ ته ما کله زارۍ کړې
خو نصیب رانه په څه سما نیولی
مــــا خو وليــــده جلاد لاس کـــې وه توره
د ځــوان سر ورتـــه په دار و چــا نيـــولـــى
طالب منګل

*************

غزل
پخپله مينه کې ارمــــــان د قتلېـــــــــدو راشــــــــــــــي
ما ته نفرت راشي د زړه د صبرېـــــــدو راشـــــــــــــي
زما خو پاکه مينه پاک زړګى جانان ســــــــــــــــره دى
هسې نه زموږ منځ کې اغزی په شين کېدو راشـــــــي
هرڅوک هر څه خوري خو هر څه نه وايي دا متل دى
که مې جانان د دې متل په پوهېــــــــــدو راشــــــــــــي
چې مې جانان يو څو خبرې د بېلتون وکــــــــــــــــړي
زړه مې په درد شي ټول بدن په لړزېدو راشـــــــــــي
تلاشه بس دى نور د عشق له کتـــــــــــــاب مخ واړوه
هسې نه ستا په کې عنوان د ختمېــــــــــدو راشــــــــــي
بختيار تلاش       

***************

غزل
د چا ستـــــرګې مې په زړه کې لاره ګوري
سندريزې چينې غــــــــــره کې لاره ګوري
ستا ښـــايست مې له وجود نه بهر نه ځي
دا که مـــــوج دى، په راده کې لاره ګوري
ټيټې ستــــــــــــــرګې په رو، رو قدم اخلي
لکه نـــــــــــــاوې چې واده کې لاره ګوري
کله کله لاندې تــــــــــــــــــــلو ته لاره نه وي
هوښياران به په خاتــــــــه کې لاره ګوري
ستا پر ذهن خــــــــــــــپرېدو ته مى پرستې
تخيل مې په وېښتـــــــــــه کې لاره ګوري
تر شنو ونو لاندې، شنـــه چينــه کې لامبي
ګوره وړانګو ته ځنګـــــله کې لاره ګوري
لاروی د لويــــــــې لارې ورتـــــه تــــــــم شو
تورې سترګې يې په وره کې لاره ګــوري
مصطفی سالک

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA