د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د څلورو وسلوالو طالبانو او د ملي اردو د دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. د دې ولايت دوالي وياند شاهد الله شاهد رسنيوته وويل چې وړمه شپه شاوخوا اته بجې د سيداباد په منګليو سيمه کې د وسلوالو طالبانو او د ملي اردو د سرتېرو ترمنځ وسلواله جګړه رامنځته شوه .
د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د څلورو وسلوالو طالبانو او د ملي اردو د دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.
د دې ولايت دوالي وياند شاهد الله شاهد رسنيوته وويل چې وړمه شپه شاوخوا اته بجې د سيداباد په منګليو سيمه کې د وسلوالو طالبانو او د ملي اردو د سرتېرو ترمنځ وسلواله جګړه رامنځته شوه .
هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي ، چې مړي يې نورو طالبانو له سيمې انتقال کړي او دوه د ملي اردو سرتېري هم وژل شوي دي .
وسلوال طالبان هم د سيداباد جګړه مني او ادعا کوي، چې ددې ولسوالۍ په منګليو،باکورخېلو او لوړې په سيمو کې دولتي ځواکونو ته د يوه کمين په ترڅ کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .
دملي اردو چارواکيو او د سيمې اوسېدونکيو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


