د پكتيا ولايت د څمكنيو په ولسوالۍ كې تېره شپه څلور تنه ماشومان په زهرو د ككړې ډوډۍ خوړلو له امله مسموم شوي وو، چې وروسته يې درې مړه او يو يې ناروغه دى .
د پكتيا ولايت د څمكنيو په ولسوالۍ كې تېره شپه څلور تنه ماشومان په زهرو د ككړې ډوډۍ خوړلو له امله مسموم شوي وو، چې وروسته يې درې مړه او يو يې ناروغه دى .
ځايې چاروكې د دې پېښې تائيد كوي خو لامل يې نه په ګوته كوي .
د څمكنيو ولسوال ازاد خان وايي، چې د پېښې قربانيان څلور واړه ماشومان، د يوې كورنۍ غړي، او د څمكنيو ولسوالۍ اړوند دمنده خيلو سيمې اوسيدونكي دي .
ولسوال د پېښې لامل نه په ګوته كوي، خو د سيمې اوسيدونكي يې د كورنۍ بې پروايې بولي .
د څمكنيو ولسوالۍ د (۷۵) بستريز روغتون مشر ډاكتر عبدالقادر اشرفي وايې، چې ماشومان د ماښامنۍ ډوډۍ خوړلو نه ورسته مسموم شوي وو .
ډاكتر اشرفي وايې، چې ناروغه ماشومانو په استفراق كې وينه هم لرله.
نوموړى د پاتې ناروغه ماشوم روغتيايې حالت هم د اندېښنې وړ بولي .
هېره دې نه وي، چې په پكتيا ولايت كې دا لومړى ځل دى، چې دا ډول پېښه رامنځ ته كېږي، چې علت يې د ځايي خلكو په نظر، ښايي بې پروايي او يا هم كورنى تاوتريخوالى وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


