ads

هرات كې پر امنيتي پوستې د طالبانو بريد

نن سهار 6 بجي  وسله والو طالبانو د هرات ولايت د اوبه ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې وسله وال بريد وكړ، چي په ترڅ کې يې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوپله اوښتي.     نن سهار 6 بجي  وسله والو طالبانو د هرات ولايت د اوبه ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې وسله وال بريد […]

نویسنده: TKG
16 زمری 1389
هرات كې پر امنيتي پوستې د طالبانو بريد

نن سهار 6 بجي  وسله والو طالبانو د هرات ولايت د اوبه ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې وسله وال بريد وكړ، چي په ترڅ کې يې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوپله اوښتي.

 

 

نن سهار 6 بجي  وسله والو طالبانو د هرات ولايت د اوبه ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې وسله وال بريد وكړ، چي په ترڅ کې يې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوپله اوښتي.

د هرات ولايت د امنيه قومندانۍ په خپره شوې خبر پاڼه كې رغلي، چې نن سهار وختي وسله والو په ياده ولسوالۍ كې د چشمه اوبه سيمې پر امنيتي پوستې بريد وكړ او په ترڅ كې يې د پوليسو د سخت مقاومت سره مخامخ شول، چې د جكړې په ترڅ كې درې وسله وال طالبان ووژل شول.

د سيمې اوسيدونكي بيا وايي، كله، چې وسله والو بريد وكړ د پوستې امنيتي چارواكي د سهار پر چايو ناست وو  او وروسته د راكټ د مرميو په گزارونو سره د دې پوستې ودانۍ والوزول شوه.

بله خواه د وسلوالو طالبانو يوه سيمه ييز قومندان كليد ته د تليفون، په كرښه د دې خبر د پخلي ترڅنك وويل، چي دوى د دې امنيتي پوستې 12 تنه پوليس وژلي او د دوو طالبانو د وژل كيدو خبر يې هم تائيد كړ.

د چشمه اوبه امنيتي پوسته هغه ځاى دى، چې څه موده مخكې هم وسلوالو طالبانو پرې ورته بريد كړى و، چې په ترڅ كې يې د دې پوستې او د چشمې تفريحي مركز تعمير په بشپره توگه له منځه تللى و.

اوبه د هرات ختيځ لور ته غور ولايت سره په كډه پوله پرته ولسوالي ده، چې ډېرى وختونه پكې وسله وال طالبان پر امنيتي پوستو بريدونه كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA