ads

نيمروز كې پر امينتي پوستې بريد يو پوليس وواژه

وسلوالو طالبانو د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستي بريد كړى، چې د دي جكړې په ترڅ كې يو پوليس او يو طالب وژل شوي. وسلوالو طالبانو د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستي بريد كړى، چې د دي جكړې په ترڅ كې يو پوليس او يو […]

نویسنده: TKG
16 زمری 1389

وسلوالو طالبانو د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستي بريد كړى، چې د دي جكړې په ترڅ كې يو پوليس او يو طالب وژل شوي.

وسلوالو طالبانو د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستي بريد كړى، چې د دي جكړې په ترڅ كې يو پوليس او يو طالب وژل شوي.

د نيمروز ولايت د امنيت امر حاجي محمد موسى رسولي د دې خبر د پخلي ترڅنګ كليد ته د تليفون په كرښه وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ د شپي لخوا پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى، چې په ترڅ كې يې يو پوليس سخت ژوبل شوى و، چې وروسته يې د زرنج ښار په روغتون كې ساه وركړه. رسولي په دغه بريد كې د يوه طالب د وژل كېدو او يوه بل د ټپي كېدو خبر هم وركړ.

خو د وسله والو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي له نامعلوم ځايه د تليفون په كرښه كليد ته وويل، چې  د دوى ملګرو پر يادې پوستې بريد كړى او پنځه تنه يې پكې وژلي دي.

د نيمروز ولايت د روغتون يوه تن ډاكتر د نوم د نښودلو په شرط وويل، چې دوى ته د پوليسو دوه مړي او درې ټپيان وروړل شوي، چې د دوو ټپيان روغتيا ښه نه ده.

دلارام د هرات كندهار پر لويه لاره پرته ولسوالي ده، چې وسله وال طالبان پكې په پراخ ډول شتون لري او وخت ناوخت د ماين چاودنې او يا هم پر امنيتي پوستو ورته بريدونه ترسره كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA