ads

نورستان كې سېلابونو۲۲ تنه مړه او ګڼ نور ټپيان كړل

د نورستان په بېلا، بېلو سيمو کې تېره شپه درانه سېلابونه راوتي، چې د چارواکو په وينادوه وېشت تنه يې مړه کړي او د ګڼو نورو د ټپي کولو ترڅنګ يې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه له ځانه سره وړې. د نورستان په بېلا، بېلو سيمو کې تېره شپه درانه سېلابونه راوتي، چې د چارواکو په […]

نویسنده: TKG
16 زمری 1389

د نورستان په بېلا، بېلو سيمو کې تېره شپه درانه سېلابونه راوتي، چې د چارواکو په وينادوه وېشت تنه يې مړه کړي او د ګڼو نورو د ټپي کولو ترڅنګ يې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه له ځانه سره وړې.

د نورستان په بېلا، بېلو سيمو کې تېره شپه درانه سېلابونه راوتي، چې د چارواکو په وينادوه وېشت تنه يې مړه کړي او د ګڼو نورو د ټپي کولو ترڅنګ يې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه له ځانه سره وړې.

د نورستان والي جمال الدين بدر کليد ته وويل، چې سېلابونه پر بېلا، بېلو ولسواليو راوتي، چې دى لا په نورګرام ولسوالۍ کې له دې امله د دوه وېشت تنو له مړه کېدو او ګڼو نورو له ټپي کېدوخبردى.

والي وايي، نورو سيمو کې هم ښايي تلفات رامنځته شوي وي، خو دوى يې لا پوره معلومات نه لري.

د نورستان د ولايتي شورا غړى عنايت الرحمان، چې خپله په نورګرام ولسوالۍ کې و، د ټليفون پر کرښه  کليد ته وويل، چې د ولسوالۍ بېلا، بېلې سيمې يې سېلاب ځپلي، او د ملکيه په نامه يو کلى يې ټول ځان سره وړى.

د ولايتي شورا وکيل  دغه راز وايي، چې د نورګرام په سېلاب وژلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې له ډلې يې لا د يوې ښځې او درې نارينه وو جسدونه موندل شوي.

وکيل عنايت الرحمان د نورستان په مرکز پارون او وايګل، کامدېش او برګمټال ولسواليو کې هم د سېلابونو د راوتو خبرورکوي، خو وايي هلته ځاني او مالي تلفات نه لري.

د نورستان والي بيا وايي، چې د بېړنيو مرستو له ملي کمېټې يې سېلاب ځپلو ته مرسته غوښتې او کوښښ به وکړي، چې د نورو زيانونو مخنيوى وکړي.

هېره دې نه وي، چې په نورستان کې د سيمو د غره ييز والي له امله ډېر کله سېلابونه راوځي، خو اوسني سېلابونه تر ټولو ډېر زيان لرونکي سېلابونه ګڼل شوي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA