په ننګرهار کې وروستي سېلاب ځپلي خلک پر ننګرهار ولايتي ادارې له دې امله نيوکې كوي، چې د دوى په وينا، تر ځپل کېدو څو ورځې وروسته يې هم لا څه مرسته ورسره نه ده کړې.
په ننګرهار کې وروستي سېلاب ځپلي خلک پر ننګرهار ولايتي ادارې له دې امله نيوکې كوي، چې د دوى په وينا، تر ځپل کېدو څو ورځې وروسته يې هم لا څه مرسته ورسره نه ده کړې.
د ننګرهار د بېلا، بېلو سېلاب ځپلو سيمو يو شمېر استوګنو کليد ته وويل، چې سېلابونو يې د کورونو د نړولو په خوا کې ګڼ نور مالي زيانونه هم ور اړولي، خو حکومتي او نورو مرستندويو ادارو يې لا د زيان پوښتنه هم نه ده کړې.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى هم ګڼو سېلاب ځپلو سره د اسانتياوو د نشتوالي له امله د مرستو نه ترسراوى مني، خو وايي ولايتي ادارې له مرستندويو ډلو دې خلکو سره د مرستو غوښتنې کړي.
په ننګرهار کې سېلاب ځپلي دا نيوکې وروسته ترهغې کوي، چې د چارواکو په وينا د تېرې چارشنبې شپې سېلابونو په جلال اباد ښار او نهو ولسواليو کې څه باندې دوه زره کورنۍ سختې وځپلې.
چارواکي د مرستو د اسانتياوو د نشتوالي بيا په داسې حال کې وايي چې د کليوپراختياوزير ننګرهار ته پخپل سفر کې سېلاب ځپلو سره د پينځه ميلونه افغانيو مرستې اعلان وکړ.
دا چې دا ژمنه شوې پيسې ولې سېلاب ځپلو ته لانه دي ورکړل شوي او که ورکول کېږي، کله به وي،چارواکي يې په اړه څه نه وايي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


