د ناټو يوه چارواکي په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې د وسلوالو طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې ژوند کوي. هغه په ځانگړي ډول کوېټه يا کراچۍ ښار د هغه د استوگنځي په نامه ياد کړى دى.
د ناټو يوه چارواکي په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې د وسلوالو طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې ژوند کوي.
هغه په ځانگړي ډول کوېټه يا کراچۍ ښار د هغه د استوگنځي په نامه ياد کړى دى.
دغه چارواکي، چې د خپل نوم له اخېستو يې ډډه کړې، دا رد کړې، چې گواکې ملا محمد عمر په افغانستان کې دننه د جنگېدونکو وسلوالو طالبانو مشري کوي.
هغه وويل د طالبانو مشران له پاکستانه د طالبانو مشري کوي.
د دغه چارواکي په وينا، د طالبانو له لوري د افغانستان بېلابېلو ولايتونو ته ټاکل شوي واليان په سلو کې نوي په پاکستان کې ژوند کوي.
د ناټو دغې څارګرې سرچينې دا هم ويلي، له پاکستانه يې د طالب مشرانو د نيولو غوښتنه کړې، خو په دې برخه کې ور سره مرسته نه ده شوې.
د ناټو دغه چارواکي ټينگار کړى، چې د ايران او پاکستان څارګرې ادارې په افغانستان کې د جگړې اور ته لمن وهي او د حکومت وسلوال مخالفان پياوړي کوي.
پاکستان د ناټو د دغه چارواکي څرگندونو ته تر دې مهاله غبرگون نه دى ښوولى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


