په جونوب ختیځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د پکتیکا ولایت د سروضې په ولسوالۍ کې د۲۱وسلوالوطالبانودوژل کېدو خبرورکړی. نوموړی دفتر زیاتوي، چې د جمعي په ورځ ناوخته یې د
په جونوب ختیځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د پکتیکا ولایت د سروضې په ولسوالۍ کې د۲۱وسلوالوطالبانودوژل کېدو خبرورکړی.
نوموړی دفتر زیاتوي، چې د جمعي په ورځ ناوخته یې د سروضې ولسوالۍ د سره کوټ په سیمه کې هوایې او ځمکني عملیات تر سره کړي دي او د طالبانو ۲۱ کسیز ډله يې پکې له منځه وړې.
د سیمي خلکو هم په یاده سیمه كې د عملیاتو د خبر پخلی کړی او پكې د څلورو وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلي خبره كوي، خو نور یې څه نه دي ویلي .
وسلوالو طالبانو په یاده سیمه کې د عملیاتو د تر سره کېدواو طالبانو ته د اوښتي زيان په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


