د بدخشان له يوې لرې پرتې سيمې څخه د لسو کسانو مړي پيدا شوي، چې اته يې بهرنيان او دوه افغانان دي. د دې ولايت امنيه قوماندان اغا نور کيمتوز رسنيو ته ويلي،دغه کسان، چې مړي يې په کوران ومنجان ولسوالۍ کې پيدا شوي دي په ډزو وژل شوي وو.
د بدخشان له يوې لرې پرتې سيمې څخه د لسو کسانو مړي پيدا شوي، چې اته يې بهرنيان او دوه افغانان دي.
د دې ولايت امنيه قوماندان اغا نور کيمتوز رسنيو ته ويلي،دغه کسان، چې مړي يې په کوران ومنجان ولسوالۍ کې پيدا شوي دي په ډزو وژل شوي وو.
په وژل شويو كسانو كې دوه تنه افغانان او پاتې نور يې بهرنيان،چې په بهرنيانو کې درې ښځې او پنځه نارينه شامل دي.
د نوموړي په وينا، تر اوسه د وژل شويو كسانو هويت او دغې سيمې ته د تګ علت نه دى څرګند، خو امنيه قوماندان وويل، ښايي د دوى د وژلو يو علت غلا وي، ځکه، چې مړو سره پاسپورټونه او نور اسناد نه دي موندل شوي.
ځايي چارواکي وايي، په قاتلينو پسې لټه روانه د ه او ډېر ژبه ونيول شي.
د دوى په وينا، د مړيو جسدونه مرکز ته لېږدوي، چې ترپېژندنې وروسته يې د هغوى خپلوانو ته وسپاري
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


