ads

كندز كې ځانمرگي بريد شلو تنو ته مرگ ژوبله واړوله

د كندز په امام صاحب ولسوالۍ كې نن سهار اوه بجې  په افغان او بهرنيو ځواكونو ځانمرګى بريدوشو، چې د چارواكو په وينا، شپږ پوليس پكې ووژل شول.   د كندز په امام صاحب ولسوالۍ كې نن سهار اوه بجې  په افغان او بهرنيو ځواكونو ځانمرګى بريدوشو، چې د چارواكو په وينا، شپږ پوليس پكې […]

نویسنده: TKG
14 زمری 1389

د كندز په امام صاحب ولسوالۍ كې نن سهار اوه بجې  په افغان او بهرنيو ځواكونو ځانمرګى بريدوشو، چې د چارواكو په وينا، شپږ پوليس پكې ووژل شول.

 

د كندز په امام صاحب ولسوالۍ كې نن سهار اوه بجې  په افغان او بهرنيو ځواكونو ځانمرګى بريدوشو، چې د چارواكو په وينا، شپږ پوليس پكې ووژل شول.

 

ياده چاودنه د يوه سراچه موټر په مرسته تر سره  شوې.

د كندز امنيې قوماندانۍ  د امنيت آمر عبدالرحمان اقتاش  كليد ته وويل، چې  دغه  بريد نن سهار  اوه بجې  په سرحدي ولسوالۍ امام صاحب كې  په بهرنيو او كورنيو  سرتيرو ترسره  شو .

نوموړي زياته كړه، چې  د لومړنيو معلوماتو  له مخې  په بريد كې شپږ تنه  پوليس  وژل شوي،  يوولس تنه نور  ټپيان  دي، چې  د ټپيانو د هويت په اړه  معلومات   نشته، چې  ملكي وگړي دي او  كه پوليس.

هغه زياته كړه ،چې  بريد كې  دوه  بهرنيان  هم ټپيان شوي دي.

د دغه   خبر  نور حال به وروسته  درته  په ليكه  شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA