ads

د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره نوى لارښود جوړ شو

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډيويډ پيټريوس نژدې يو نيم لک بهرنيو ځواکونو ته يو لارښود تيار کړى، چې پکې ټينګار شوى د ملکيانو د مرګ ژوبلې مخه دې ونيول شي. په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډيويډ پيټريوس نژدې يو نيم لک بهرنيو […]

نویسنده: TKG
14 زمری 1389

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډيويډ پيټريوس نژدې يو نيم لک بهرنيو ځواکونو ته يو لارښود تيار کړى، چې پکې ټينګار شوى د ملکيانو د مرګ ژوبلې مخه دې ونيول شي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډيويډ پيټريوس نژدې يو نيم لک بهرنيو ځواکونو ته يو لارښود تيار کړى، چې پکې ټينګار شوى د ملکيانو د مرګ ژوبلې مخه دې ونيول شي.

جنرال پيتريوس تقريباً مياشت مخکې وروسته تر دې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان وټاکل شو، چې د امريکا جمهور رئيس  بارک اوباما جنرال سټينلي مک کرېسټال له کاره لرې کړ.

د دې نوي لارښود په اړه د امريکا په هروارډ پوهنتون کې د ملي امنيت د پروګرام مشر تيد اويل ستورم، چې د امريکا په هوايي ځواک کې يې پنځه دېرش کال کار کړى وويل، چې دغه اقدام به ښايي ملکي تلفات راکم کړي.

راپورونه وايي افغان حکومت هم د دې نوي لارښود ملاتړ کړى او د بشري حقونو ځينو ډلو يې هم هرکلي وکړ، ځکه، د ملکيانو د مرګ ژوبلې کچه ورسره راټيټېږي.

د نويو اصولو له مخې کله، چې بهرني پوځيان له خپلو ځواکونو استفاده کوي، بايد ډاډه شي، چې هلته ملکيان نشته البته په دې برخه کې له ځانه دفاع نه ده شامله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA