ads

د لغمان نښته كې ۹ افغان سرتيري ووژل شول

په لغمان کې د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات نن په داسې حال کې درېيمې ورځې ته غځيږي، چې چارواکي پکې د نهو افغان عمليات کوونکو د وژل کېدو او د طالبانو ليکو کې د بهرنيو وسله والو د شتوالي خبرورکوي. په لغمان کې د وسله والو طالبانو […]

نویسنده: TKG
14 زمری 1389
د لغمان نښته كې ۹ افغان سرتيري ووژل شول

په لغمان کې د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات نن په داسې حال کې درېيمې ورځې ته غځيږي، چې چارواکي پکې د نهو افغان عمليات کوونکو د وژل کېدو او د طالبانو ليکو کې د بهرنيو وسله والو د شتوالي خبرورکوي.

په لغمان کې د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات نن په داسې حال کې درېيمې ورځې ته غځيږي، چې چارواکي پکې د نهو افغان عمليات کوونکو د وژل کېدو او د طالبانو ليکو کې د بهرنيو وسله والو د شتوالي خبرورکوي.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې لېوا قومندان بريد جنرال محمد افضل، چې په وينا يې د عملياتو مشري کوي، کليد ته وويل، چې عمليات د لغمان د مرکز مهترلام اړوند په بادپخ، ګړوچ او يو شمېر نورو سيمو کې روان دي او دوى يې په تازه لاسته راوړنو کې د ملي اردو اته او د پوليسو د يوه وژل شوي جسدونه او دغه راز د طالبانو لاسته لوېدلي خپل پوځي مهمات بيرته ترلاسه کړي.

قومندان  د دې ترڅنګ، چې د وسله والو طالبانو ليکو کې د شاوخوا پنځوسو پاکستانيو، چيچنايي او عرب جنګياليو د شتون  او له ډلې يې د ګڼو کسانو د وژلو دعوه کوي، تورلګوي، چې وژل شوي دولت پلوه ځواکونه هغه خلک دي، چې طالبانو په ټپي حالت کې تر اسېرولو وروسته وژلي

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته په خبرو كې رد کړه، چې  ګواکې  د دوى ليکو کې بهرني وسله وال ځاى لري او د ملي اردو او پوليسو اسير غړي دوى وژلي.

ايتلافي ځواکونه، چې د افغان ځواکونو په مشرۍ دې عملياتو کې برخه لري، لا رسنيو ته څه نه دي ويلي او د لغمان ځايي چارواکي له خبرو ډډه کوي.

د عملياتو له سيمې بيا رپوټونه وايي، چې ګڼو کورنيو د جګړې له وېرې خپل کورونه پرېښي او له خورا ستونزو سره مخ دي.

بلخوا  يو شمېر خبريالان، چې غواړي د عملياتو له سيمې عيني  رپوټونه چمتو کړي،د لغمان چارواکي  ورته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA