جمهور رئيس حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د غړي ملا شېرمحمد آخند په مشرۍ د ريګي سيمې د پېښې څېړنې پلاوى د جمهوري رياست په ماڼۍ کې وليد.
جمهور رئيس حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د غړي ملا شېرمحمد آخند په مشرۍ د ريګي سيمې د پېښې څېړنې پلاوى د جمهوري رياست په ماڼۍ کې وليد.
ياده پېښه دوه اونۍ وړاندې د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې رامنځته شوې وه.
دغه پلاوي، چې په ترکيب کې يې د چارو د ادارې استازي جنرال عبدالقدير اکرمي، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازى سيد احمد همدرد او د ملي دفاع وزارت استازى جنرال دين محمد خان شامل دي، هلمند ته د خپل سفر او د ناټو ځواکونو له خوا د سنګين ولسوالۍ د ريګي په سيمه کې د زمري د مياشتې په لومړۍ نيټه په يوه کور باندې د توغندي د لګيدو په اړه د خپلې څېړنې رپوټ جمهور رئيس ته وړاندې کړ.
پلاوي په خپل رپوټ کې څرګنده کړه، چې په سيمه کې د ملي اردو، ملي پوليسو او د ناټو ځواکونو له خوا ګډ پوځي عمليات پيل شوي و، چې د سيمې د شاوخوا کورونو يو شمېر اوسيدونکي د دغو عملياتو له ويرې په يوه مشترک کور کې راټول شوي و، چې طالبانو له همدغه ځايه پر افغان او ناټو ځواکونو ډزې وکړې، چې په پاي کې د طالبانو پرخلاف د ګډو ځواکونو د متقابل بريد په نتيجه کې يو توغندي په نوموړي کور ولګيده، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول ۳۹ تنه مړه او څلورتنه نور ټپيان شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


