د اروزګان پخوانى والي او په قومي چارو کې د جمهور رئيس حامد کرزي سلاکار وزير جان محمدخان له يوې چاودنې روغ ووت. د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت رسنيو ته وويل، چې دغه چاودنه پرون په دهراوود ولسوالۍ کې وشوه.
د اروزګان پخوانى والي او په قومي چارو کې د جمهور رئيس حامد کرزي سلاکار وزير جان محمدخان له يوې چاودنې روغ ووت.
د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت رسنيو ته وويل، چې دغه چاودنه پرون په دهراوود ولسوالۍ کې وشوه.
هغه زياته کړه، چې پخوانى والي او په قومي چارو کې د جمهور رئيس حامدکرزي سلاکاروزير، جان محمدخان محمدي له ولسوالۍ څخه د ولايت د مرکز پرلور روان و، چې د زندياني په سيمه کې پرې چاودنه وشوه.
د همت په وينا، چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه رامنځته شوه.
دى وايي، چې سلاکار وزير له چاودنې روغ ووت، خو د چاودنې له امله پر لاره روان يو ماشوم وژل شوى او يو پوليس ټپي شوى دى.
د امنيه قوماندان په وينا، له چاودنې وروسته په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي .
د يادونې وړ ده، چې درې ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې هم د جمهور رئيس پريوه بل سلاکار وزير، وحيدالله سباوون هم چاودنه شوې وه، چې د سباوون په ګډون په کې اوه تنه ټپيان شوي وو
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


