ټاکل شوې ده، چې جمهور رئيس حامد کرزى نن د يوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر وکړي. حکومت يوازې دومره ويلې دي، چې جمهور رئيس به ايران ته ولاړ شي، خو د دې سفر د اجنډا په برخه کې يې رسنيو ته معلومات نه دې ورکړي.
ټاکل شوې ده، چې جمهور رئيس حامد کرزى نن د يوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر وکړي.
حکومت يوازې دومره ويلې دي، چې جمهور رئيس به ايران ته ولاړ شي، خو د دې سفر د اجنډا په برخه کې يې رسنيو ته معلومات نه دې ورکړي.
د جمهور رئيس دوهم مرستيال کريم خليلي اسلام اباد ته تللى او جمهور رئيس تهران ته روان دى.
دغه دوه هيوادونه ايران او پاکستان په افغانستان کې په ډېره لاسوهنه تورن شوي دي.
د پاکستان په اړه خو په دې وروستيو کې ويکي ليکس ويبپاڼې په لسګونو زره سندونه خپاره کړل، چې په افغانستان کې مداخله کوي، خو د ايران په اړه امريکايي پوځي او ملکي چارواکو ويلې، چې ايران په خپله خاوره كې وسله وال روزي او په افغانستان کې يې بيا د بهرنيو ځواکونو پرضد جګړې ته هڅوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


