جمهور رئيس کرزى به په نژدې ورځو کې د ايران، تاجکستان او افغانستان په درې اړخيز کنفرانس کې د ګډون لپاره ايران ته لاړ شي. سيمه ييزې همکاري، د دريو واړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو پراختيا او د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد مبارزه د کنفرانس د اجنډا مهم ټکي دي.
جمهور رئيس کرزى به په نژدې ورځو کې د ايران، تاجکستان او افغانستان په درې اړخيز کنفرانس کې د ګډون لپاره ايران ته لاړ شي.
سيمه ييزې همکاري، د دريو واړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو پراختيا او د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد مبارزه د کنفرانس د اجنډا مهم ټکي دي.
د جمهوري رياست د فتر د معلوماتو له مخې کرزى به دغه راز له ايراني لوري سره د افغان کډوالو د ستونزو او د زنداني افغانانو د تبادلې په تړاو هم خبرې اترې وکړي.
ياد دفتر وايي دغه کنفرانس به په نژدې ورځو کې په ايران کې جوړ شي او د افغانستان، تاجکستان او ايران جمهور رئيسان به يې برخوال وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


