د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې نن د امريکايي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخه جګړه شوې، چې طالبان وايي، څو بهرني سرتېري يې پکې وژلي، خو بهرني ځواکونه بياد تلفاتو اوښتل ردوي.
د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې نن د امريکايي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخه جګړه شوې، چې طالبان وايي، څو بهرني سرتېري يې پکې وژلي، خو بهرني ځواکونه بياد تلفاتو اوښتل ردوي.د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټليفون له ناڅرګند ځايه کليد ته وويل، چې جګړه د خوګياڼو په مېملې سيمه کې د نن سهار له اتو تر يوولسو بجو دوام درلود او پکې د ۷ امريکايي سرتېرو د وژل کېدو ترڅنګ د دغو ځواکونو څو ټانګونه له منځه تللي.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد ته په خبرو كې د جګړې پخلى كړى، خو نښته کې د مرګ ژوبلې ور اوښتل په كلكه ردوي.
د خوګياڼو ولسوال حاجي محمد حسن هم د پورته سرچينې په شان کليد ته يوازې جګړه تاييد کړه، خو له تلفاتو يې معلومات نه لري.
د خوږياڼو ولسوالي، چې د ننګرهار يوه له ناامنو ولسواليو څخه يوه ده،ډېر ځله پکې بهرني او کورني ځواکونه پرخپلو کاروانونو تر بريدونو وروسته وسله والو طالبانو سره په جګړو اوښتي او د اوس غوندې يې پکې خپلې مرګ، ژوبلې رد کړي.
دا جګړه دې ولسوالۍ کې په داسې مهال شوي، چې د پارلماني ټاکنو په رانېږدې کېدو سره د ټاکنو کمېسون د دې ولسوالۍ پر امنيتي وضعې پرون کليد ته اندېښنه وښوده او ويې ويل که ستونزې يې ختمې نه شي ښايي، هلته ټاکنې ترسره نه کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


