د هرات امنيتي چارواکي د رباط سنكي ولسوالۍ په درزك سيمه كې په داسې حال کې د دوه طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې د سيمې اوسيدونكي بيا د دې پېښې له رامنځ ته کېدو څخه ناخبري ښيي.
د هرات امنيتي چارواکي د رباط سنكي ولسوالۍ په درزك سيمه كې په داسې حال کې د دوه طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې د سيمې اوسيدونكي بيا د دې پېښې له رامنځ ته کېدو څخه ناخبري ښيي.
د هرات امنيه قومندانۍ په يوې خبر پاڼې كې خبر وركړ، چې تېره ورځ د دې ولايت د كشك رباط سنگي ولسوالۍ په درزك سيمه كۍ هغه مهال دوه وسلوال طالبان د خپل ماين چاودنه كې ووژل شول، چې غوښتل يې ماين ځاى پرځاى كړي.
خو د سيمې اوسيدونكي بيا له پېښې ناخبري ښيي او وايي، چې سيمه كې كومه چاودنه نه ده رامنځته شوې.
يوه سيمه ييز لوړ پوړي دولتي چارواکې هم د نوم د نښودلو په شرط كليد ته د ټليفون په ليكه، سيمه كې د داسي پېښې پېښېدل رد كړل.
د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم د نامعلوم ځاى څخه د تلفون په ليكه كليد ته په خبرو كې داخبر رد كړ.
درزك او يكه توت د رباط سنگي ولسوالۍ له هغو سيمو څخه كڼل كيږي، چې د دې ولسوالۍ د ولسوال په وينا وسله وال پكې په پراخ ډول پكې حضور لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


