ads

ننګرهار كې د امنيت په اړه د ټاكنو كمېسيون اندېښنې

د ټاکنو خپلواک کمېسون  وايي، د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې يې د ټاکنو په اړه عامه پوهونکي کسان له امنيتي ننګونو سره مخ دي او که دا وضعه روانه وي نو په دې ولسواليو کې به پارلماني ټاکنې ترسره نه کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسون  وايي، د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې […]

نویسنده: TKG
13 زمری 1389

د ټاکنو خپلواک کمېسون  وايي، د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې يې د ټاکنو په اړه عامه پوهونکي کسان له امنيتي ننګونو سره مخ دي او که دا وضعه روانه وي نو په دې ولسواليو کې به پارلماني ټاکنې ترسره نه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون  وايي، د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې يې د ټاکنو په اړه عامه پوهونکي کسان له امنيتي ننګونو سره مخ دي او که دا وضعه روانه وي نو په دې ولسواليو کې به پارلماني ټاکنې ترسره نه کړي.

دا خبره په ننګرهار کې د ټاکنو کمېسون ځايي مشر ډاکټراحمدولي امين کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وکړه.

امين د ننګرهار خوګياڼو، شېرزادو او چپرهار ولسواليو څخه د دغو ناامنو سيمو په توګه يادونه وکړه، خو له نوم ښودنې پرته يې وويل،  چې   نورو سيمو کې هم دا ستونزه لري.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور کليد سره خبرو کې ومنله، چې  په شېرزادو ولسوالۍ او د خوګياڼو په يو شمېر سيمو کې د ټاکنو د کارکوونکو امنيتي ستونزې نه شي له منځه وړلاى، خو د نوروسيمو په اړه يې وويل، چې عامه پوهونکي دې تر خپل ورتګ وړاندې امنيتي ادارې د خپل خونديتوب لپاره خبرې کړې.

د ټاکنو خپلواك کمېسون په ننګرهار کې خپلې امنيتي ستونزې په داسې مهال بيانوي، چې پرون د دې ولايت يوې امنيتي حوزې ته څېرمه پر سلاکار وزير وحيدالله سباوون چاودنې هغه او اوه تنه نور ټپيان کړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA