د لوګر ولايتي چارواكو د دغه ولايت په يوه مرکزي سيمه کې ايتلافي ځواكونو او طالبانو ترمنځ نښته كې د لسو طالبانو د وژلو خبر ورکړ. د ياد ولايت د والى وياند دين محمد درويش رسنيو ته وويلي،
د لوګر ولايتي چارواكو د دغه ولايت په يوه مرکزي سيمه کې ايتلافي ځواكونو او طالبانو ترمنځ نښته كې د لسو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
د ياد ولايت د والى وياند دين محمد درويش رسنيو ته وويلي، دا جګړه په پورک سيمه کې وشوه او په پايله کې يې لس طالبان ووژل شول او پنځه امريکايي سرتېري ټپيان شول.
د والي وياند وايي، چې جګړه هغه مهال پيل شوه ، کله، چې طالبانو د کابل ګردېز پر لويه لاره د افغان او ايتلافي ځواکونو پر ګزمه بريد وکړ.
د نوموړي په وينا، په جګړه کې د ايتلافي ځواكونو دوه زغروال پوځي موټر او د تېلو دوه ټانكرونه هم ويجاړشوي دي.
دروېش وايي، يادې جګړې دوه ساعته دوام درلود، چې د لسو طالبانو پر وژل كېدو سربېره پنځه نور پكې ټپيان شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ياده جګړه کې يواځې د پنځو طالبانو وژل کېدل او د دوو نورو ټپي کېدل مني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


