ads

لغمان ولايت كې نښته لا هم روانه ده

د  لغمان د مرکز مهترلام اړوندو څو سيمو  کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان او بهرنيو ځواکونو پيل شوي پروني عمليات نن هم دوام لري، چې دواړه غاړې پکې يو بل ته د درنو مرګ،ژوبلې دعوې کوي.     د  لغمان د مرکز مهترلام اړوندو څو سيمو کې د وسله والو طالبانو پرضد […]

نویسنده: TKG
13 زمری 1389

د  لغمان د مرکز مهترلام اړوندو څو سيمو  کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان او بهرنيو ځواکونو پيل شوي پروني عمليات نن هم دوام لري، چې دواړه غاړې پکې يو بل ته د درنو مرګ،ژوبلې دعوې کوي.

 

 

د  لغمان د مرکز مهترلام اړوندو څو سيمو کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان او بهرنيو ځواکونو پيل شوي پروني عمليات نن هم دوام لري، چې دواړه غاړې پکې يو بل ته د درنو مرګ،ژوبلې دعوې کوي.

د سېلاب قول اردو د درېيمې لېوا قومندان جنرال محمد افضل له نورو جزياتو پرته کليد ته يوازې د عملياتو د دوام پخلى وکړ.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره هم وايي په لغمان کې يې د وسله والو طالبانو پرضد عمليات دوام لري، خو دوى د دې ترڅنګ، چې د عملياتو سيمه نه ښيى وايي پکې دولت پلوه ځواکونه مرګ، ژوبله نه لري او د عملياتو ډېر واک افغان ځواکونو سره دى.

چارواکي د دې عملياتو په اړه رسنيو ته تفصيلي معلومات نه ورکوي، خو يو شمېر ځايي خلک بيا وايي، چې پيل شويو عملياتو د لغمان جلال اباد ترمنځ د تګ، راتګ لاره هم بنده کړې.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په يوه تازه ټليفوني اړيکه کې کليد ته وويل، چې عمليات يې د ملګرو پرضد د لغمان په بادپخ سيمه کې روان دي، چې د ده په وينا تر اوسه د دوى درې ملګري پکې وژل شوي او اته نورټپيان دي.

مجاهد دغه راز دعوه لري، چې دوى په دې عملياتو کې د اويا کورنيو اوبهرنيو سرتېرو پروژلو سربېره ګڼ نورټپيان کړي او په ټپي حالت کې د پينځه ويشتو کورنيو سرتېرو د نيولو په خوا کې اتلس رينجرې او شپږ ټانګونه له ګڼو نورو مهماتو سره نيولي او ګڼ مهمات يې له منځه وړي.

دا چې دا عمليات به ترکومه وخته دوام ولري او د تلفاتو رېښتينې شمېره به يې کومه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې رسنۍ يې په اړه د چارواکو د نه همکارۍ له امله معلومات نه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA