طالبانو ادعا كړې، چې د لغمان ولايت په باد پخ سيمه كې يې د سهار له ۸ بجو راهيسې له ګډو ځواكونو سره نښته پيل كړې، چې لا هم روانه ده.
طالبانو ادعا كړې، چې د لغمان ولايت په باد پخ سيمه كې يې د سهار له ۸ بجو راهيسې له ګډو ځواكونو سره نښته پيل كړې، چې لا هم روانه ده.
د يادې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد د نامعلوم ځاى څخه كليد ته د ټليفون په ليكه وويل، چې په نښته كې يې د ګډو ځواكونو ۲۷ تنه وژلي، ۱۳ يې ټپيان كړي او ۸ يې هم ژوندي نيولي.
نوموړى زياتوي، چې پر دې سربېره يې څو عرادې رينجرې او ټانكونه هم له منځه وړي.
د لغمان ولايت امنيه قوماندان عزيز غرنى د پېښې پخلى كوي، خو د نورو جزياتو له وركولو يې ډډه وكړه.
په ختيزه سيمه كې د ايتلافي ځواكونو مطبوعاتي ادارې هم كليد ته په خبرو كې د نښتې پخلى وكړ، خو ګډو ځواكونو ته د مرګ ژوبلې اوښتل يې رد كړل.
د يادې ادارې په وينا، نښته لا هم روانه ده او د مخالفينو د زيان په اړه څه كره معلومات نشته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


