ads

په جنوب ختيځ كې به ټاكنې په امنيت كې ترسره شي

امنيتي چارواكو د يوه كنفرانس له لارې په جنوب ختيځ زون كې د ولسي جرګې په راتلونكو ټاكنو كې د بشپړ امنيت ډاډ ور كړ . د (۲۰۳)تندر قول اردو قومندان تورن  جنرال عبدالخالق په يوه خبري ناسته كې وويل، چې د لويې پكتيا  په ۶۶ ولسواليو كې يې (۱۶۰۰۰) ګډ امنيتي ځواكونه ځاى پر […]

نویسنده: TKG
12 زمری 1389

امنيتي چارواكو د يوه كنفرانس له لارې په جنوب ختيځ زون كې د ولسي جرګې په راتلونكو ټاكنو كې د بشپړ امنيت ډاډ ور كړ . د (۲۰۳)تندر قول اردو قومندان تورن  جنرال عبدالخالق په يوه خبري ناسته كې وويل، چې د لويې پكتيا  په ۶۶ ولسواليو كې يې (۱۶۰۰۰) ګډ امنيتي ځواكونه ځاى پر ځاى كړي.

 

امنيتي چارواكو د يوه كنفرانس له لارې په جنوب ختيځ زون كې د ولسي جرګې په راتلونكو ټاكنو كې د بشپړ امنيت ډاډ ور كړ .

د (۲۰۳)تندر قول اردو قومندان تورن  جنرال عبدالخالق په يوه خبري ناسته كې وويل، چې د لويې پكتيا  په ۶۶ ولسواليو كې يې (۱۶۰۰۰) ګډ امنيتي ځواكونه ځاى پر ځاى كړي.

نوموړي ويل، چې له دې ګډو ځواكونو څخه  (۸۰۰۰) ملي پوليس (۶۰۰۰) ملي اردو سرتيري او (۲۰۰۰) سرحدي پوليس يې  د لويې پكتيا په ټولو سيمو كې ځاى په ځاى كړيدي .

تورن جنرال عبدالخالق دې خبري ناستې ته  وويل، چې له دوى سره يو ځاى د راتلونكو  پارلماني ټولټاكنو د امنيت په موخه  ۶ كنډكه بهرني عسكر  هم مرسته كوي.

د لويې پكتيا په څلورو ولايتونو پكتيا، خوست ، پكتيكا او غزني كې به د عبدالخالق په وينا د ټاكنو په مهال ډاډمن امنيت وي .

جنرال عبدالخالق ويل، چې په نا امنه ولسواليو كې يې لا له اوسه عمليات پيل كړيدي او يوه اوونۍ مخكې به د ټاكنو له ورځې وكولى شي، چې خلكو ته د بشپړ امنيت ډاډ وركړي .

د يادولو وړ ده په همدې ورځ د ټولټاكنو د كميسون مشر فضل احمد معنوي هم د پكتيا مركز ګرديز ته په دې موخه راغلى وو تر څو د ټاكنې د پروسې د امنيت په اړه له ولايتي چارواكو سره وغږېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA