ads

نورستان كې پر امريكايي پوځي مركز بريد

وسله والو طالبانو پرون په نورستان کې پر يوه امريکايي پوځي مرکز  پرلپسې څو بريدونه کړي، چې د دوى په وينا درنه مرګ، ژوبله لري، خو چارواکي وايي کوم ځاني زيان يې نه دى رامنځته کړى. وسله والو طالبانو پرون په نورستان کې پر يوه امريکايي پوځي مرکز  پرلپسې څو بريدونه کړي، چې د دوى […]

نویسنده: TKG
12 زمری 1389

وسله والو طالبانو پرون په نورستان کې پر يوه امريکايي پوځي مرکز  پرلپسې څو بريدونه کړي، چې د دوى په وينا درنه مرګ، ژوبله لري، خو چارواکي وايي کوم ځاني زيان يې نه دى رامنځته کړى.

وسله والو طالبانو پرون په نورستان کې پر يوه امريکايي پوځي مرکز  پرلپسې څو بريدونه کړي، چې د دوى په وينا درنه مرګ، ژوبله لري، خو چارواکي وايي کوم ځاني زيان يې نه دى رامنځته کړى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل، چې بريد پرون تر غرمې وروسته د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې پر امريکايي مرکز د درنو وسلو بريدونو يې په دغه مرکز کې مېشتو کسانو ته درنه مرګ،ژوبله رامنځته کړې.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې تربيا، بيا هڅو وروسته هم په دې اړه له خبرو ډډه وکړه، خو د نورستان امنيې قومندان جنرال محمد قسيم پيمان کليد ته پر امريکايي مرکز د بريدونو تاييدوکړ.

جنرال پيمان بيا د بريدګرو دا دعوه رد کړه، چې ګواکې بريد کې يې ځاني زيان رامنځته شوى .

نورګرام، چې د نورستان يوه له نسبتاامنيت لرونکو ولسواليو ده،تر دې پخوا هم پکې وخت،ناوخت مېشت امريکايي پوځيان تر ورته بريدونو لاندې راغلي، چې د مرګ، ژوبلې په اړه يې د اوس په شان شوې دعوې چارواکو نه دي منلي.

وړمه شپه د دې ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې بيا له وسله والو طالبانو سره د دولت پلوو ځواکونو جګړه شوې وه، چې د چارواکو په دعوه پينځه دېرش طالبان پکې وژل شوي وو، خو طالبانو بيا يوازې د خپلو پينځو ملګرو ټپي کېدل منل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA