نامعلو كسانو تېره شپه په مزارشريف كې د كابل بانك له سيمه ييزې نماينده ګۍ څخه وروسته تر هغې دوه سوه زره امريكايي ډالر او څه كم څلور مليونه افغانۍ يوړې، چې شپږ تنه ساتوونكي يې لومړى مسموم او وروسته ووژل.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالروف تاج كليد ته وويل، چې تېره شپه نامعلو كسانو د كابل بانك شپږ تنه ساتونكي وژلي او دوه سوه زره امريكايي ډالر او څه كم څلور ميلونه افغانۍ يي له ځانه سره وړې دي.
تاج زياته كړه، غلو لومړى د بانك ساتونكي مسموم كړي او وروسته يې په په چاقوگانو وژلي دي.
د نوموړي په وينا، د پېښې د عاملينو د نيولو په خاطر پلټنې روانې دي.
د يادولو وړ ده، چې په دغه ورستيو ورځو كې د حج او اوقافو وزارت او كابل بانك ترمنځ يو تړون لاسليك شو، چې له مخې يې حج ته دتلونكو زيات كوونكو د مصرف پيسې كابل بانك ته تحويلې دې او پرون يې وروستۍ ورځ وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ