ads

د كندهار پر هوايي ډګر بريد كې شپږ تنه ووژل شول

د كندهار پر هوايي ډګر د وسلوالو مخالفينو په بريد كې، شپږ بريد كوونكي ووژل شول او دوه ملكي وګړي او يو د ايساف سرتېرى ټپيان شول. د كندهار پر هوايي ډګر د وسلوالو مخالفينو په بريد كې، شپږ بريد كوونكي ووژل شول او دوه ملكي وګړي او يو د ايساف سرتېرى ټپيان شول. د […]

نویسنده: TKG
12 زمری 1389

د كندهار پر هوايي ډګر د وسلوالو مخالفينو په بريد كې، شپږ بريد كوونكي ووژل شول او دوه ملكي وګړي او يو د ايساف سرتېرى ټپيان شول.

د كندهار پر هوايي ډګر د وسلوالو مخالفينو په بريد كې، شپږ بريد كوونكي ووژل شول او دوه ملكي وګړي او يو د ايساف سرتېرى ټپيان شول.

د كندهار د هوايي ډګر  قوماندان جنرال رازق شېرزي رسنيو ته وويل، چې د نن د  غرمې په ۳۰:۱۲بجو له يوه نامعلوم ځاى څخه پر ميدان درې توغندي وتوغول شول.

هغه زياته كړه، چې پر ډګر د راكټونو لګېدو مرګ ژوبله نه درلوده، خو د اوښتي زيان په اړه يې څه ونه ويل.

خو د كندهار ولايت مطبوعاتي مسؤل زلمي ايوبي رسنيو ته وويل، چې وسلوالو طالبانو د هوايي ډګر له شمالي وره څخه ډګر ته د ننوتو هوډ درلود، چې د پوليسو له غبرګون سره مخ شول.

نوموړي زياته كړه، چې په دې نښته كې د ايساف ځواكونو په مرسته، شپږ بريد كوونكي ووژل شول، او دوه ملكي وګړي له يو ايساف سرتېري سره ټپيان شول.

د ايوبي د څرګندونو پربنسټ، دوو وژل شويو مخالفينو ځانمرګي واسكټونه درلودل او پاتې نورو سره كلاشينكوفونه وو.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې څو ځانمرګي كسان د كندهار هوايي ډګر ته ننوتلي دي.

د كندهار پر هوايي ډګر په داسې حال كې د مخالفينو له خوا بريد كېږي، چې پرون د كندهار د ډنډ ولسوال، له يوه ځانمرګي بريد څخه روغ ووت؛ خو څلور ملكي وګړي په دې پېښه كې ټپيان شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA