ads

په يو لړ عملياتو كې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول

امنيتي چارواكي وايي، په هلمند کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې شپږ وسله وال طالبان وژلي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي. بل پلو ته وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې د يوه کمين په ترڅ کې يې د يوې امنيتي کمپنۍ شپږ تنه ساتونکي ټپيان كړي دي.   امنيتي چارواكي […]

نویسنده: TKG
11 زمری 1389

امنيتي چارواكي وايي، په هلمند کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې شپږ وسله وال طالبان وژلي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي. بل پلو ته وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې د يوه کمين په ترڅ کې يې د يوې امنيتي کمپنۍ شپږ تنه ساتونکي ټپيان كړي دي.

 

امنيتي چارواكي وايي، په هلمند کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې شپږ وسله وال طالبان وژلي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي.

بل پلو ته وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې د يوه کمين په ترڅ کې يې د يوې امنيتي کمپنۍ شپږ تنه ساتونکي ټپيان كړي دي.

د هلمند د امنيه قومندانۍ وياند محمود نورزي رسنيو ته وويل، تېره شپه د ګډوځواکونو له لوري د لښکر ګاه اړوند بشران سيمه کې په يوه کور چاپه واچول شوه، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو درې تنه مړه او څلور نور يې ژوندي ونيول شول.

نورزي زياته كړه، په دغه عملياتو کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى او په بشپړ برياليتوب تر سره شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ګرشک ولسوالۍ  په شوراب سيمه کې وسله والو طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې د کامپاس امنيتي کمپنۍ شپږ تنه ساتونکي  ټپيان او درې موټرې يې وسوځولې.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند نورزي د پېښې پخلى كړى او زياته كړې يې ده، چې په ياد کمين کې درېو تنو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

قاري يوسف احمدي، چې ځان د وسله والو طالبانو سيمه ييزو وياند راپېژني بيا وايي، چې په ګرېشک ولسوالۍ کې يې د يوې امنيتې کمپنۍ نهه تنه ساتونکې وژلي، يو شمېر موټرې او نور توکي يې سوځولي دي.

دغه پيښې په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې هلمندي چارواكو څو ورځي وړاندې په نادعلي او مارجه ولسواليو کې د تور شهزاده په نوم د يو لړ تصفيوي عملياتو د ترسره كېدا خبرورکړى وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA