د نورستان والي وايي، چې افغان او نړيوالو ځواکونو په برګمټال کې عمليات ترسره کړي او ٣٥ وسلوال طالبان يې وژلي دي. والي جمال الدين بدر رسنيو ته وويل، چې دغه عمليات له تېر ماښام راهيسې پيل شوي، چې افغان او نړيوال ځواکونه په کې برخه لري.
د نورستان والي وايي، چې افغان او نړيوالو ځواکونو په برګمټال کې عمليات ترسره کړي او ٣٥ وسلوال طالبان يې وژلي دي.
والي جمال الدين بدر رسنيو ته وويل، چې دغه عمليات له تېر ماښام راهيسې پيل شوي، چې افغان او نړيوال ځواکونه په کې برخه لري .
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې تر نن غرمې پورې ٣٥ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
بدر وويل، چې په دې عملياتو کې دوه افغان امنيتي سرتيري هم وژل شوي او اته نور يې ټپيان دي .
د نورستان والي وويل ، افغان او نړيوالو ځواکونو د برګمټال ولسوالۍ درې مهمې سيمې، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د وسلوالو مخالفينو په لاس کې وې، هم نيولې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې په دې عملياتو کې يواځې پنځه طالبان ټپيان شوي دي .
هغه د يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا هم وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


