ads

كه پوهه شوو خطر راته نشته، له افغانستانه به ووځو

جمهور رئيس  بارک اوباما په يوه تلويزيوني مرکه کې په ډاگه کړې، چې که خپل هېواد يې خوندي وي له افغانستانه عسکر باسي. له يوه تلويزيون سره په مرکه کې بارک اوباما وويل پوهيږي، چې افغانستان ته لويديځ ډوله ديموکراسي نه شي راوستلى.   جمهور رئيس  بارک اوباما په يوه تلويزيوني مرکه کې په ډاگه […]

نویسنده: TKG
11 زمری 1389

جمهور رئيس  بارک اوباما په يوه تلويزيوني مرکه کې په ډاگه کړې، چې که خپل هېواد يې خوندي وي له افغانستانه عسکر باسي. له يوه تلويزيون سره په مرکه کې بارک اوباما وويل پوهيږي، چې افغانستان ته لويديځ ډوله ديموکراسي نه شي راوستلى.

 

جمهور رئيس  بارک اوباما په يوه تلويزيوني مرکه کې په ډاگه کړې، چې که خپل هېواد يې خوندي وي له افغانستانه عسکر باسي.

له يوه تلويزيون سره په مرکه کې بارک اوباما وويل پوهيږي، چې افغانستان ته لويديځ ډوله ديموکراسي نه شي راوستلى.

اوباما وويل که په سيمه کې ترهگر له فعاليته وغورځيږي، روزنيز کمپونه يې وتړل شي او د امريکا خاورې ته نور ور څخه خطر نه وي نو دا به د دوى برى او د هدف ترلاسه کول وي .

د سياسي چارو شننونکي وايي بارک اوباما په کور دننه انتخاباتو سره مخامخ دى او ډاريږي، چې د افغانستان په جگړه کې د عسکرو پرله پسې وژنې به يې له ماتې سره مخامخ کړي.

ځينې دا هم وايي، چې شايد بارک اوباما په دې توگه غوښتل، چې په افغانستان  کې د وسله والو طالبانو مشرتابه او ملاتړو ته يې پيغام ورکړي، چې تربگني يې ورسره د کاڼې کرښه نه ده.

د دوى په وينا وسله وال طالبان بايد له دغې موقع گټه واخلي او خپله هم نرمه غاړه ومني .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA