ads

طالبان د الوتکو ضد توغندي نه لري

د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس د يکشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې وسلوالو طالبانو په افغانستان د الوتکو ضد توغندي کاروي. مخکې ويل شوي وو، چې دغه  وسلوال هغه توغندي کاروي، چې په اتيايمه ميلادي لسيزه کې د شوروي يرغل په وخت کارېدل.   د امريکا د دفاع وزير رابرټ […]

نویسنده: TKG
11 زمری 1389

د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس د يکشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې وسلوالو طالبانو په افغانستان د الوتکو ضد توغندي کاروي. مخکې ويل شوي وو، چې دغه  وسلوال هغه توغندي کاروي، چې په اتيايمه ميلادي لسيزه کې د شوروي يرغل په وخت کارېدل.

 

د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس د يکشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې وسلوالو طالبانو په افغانستان د الوتکو ضد توغندي کاروي.

مخکې ويل شوي وو، چې دغه  وسلوال هغه توغندي کاروي، چې په اتيايمه ميلادي لسيزه کې د شوروي يرغل په وخت کارېدل.

ګېټس له CNN ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، زه داسې فکر نه کوم، په دې اړه په ويکي ليکس انټرنټي پاڼه کې ځينې اسناد خپاره شوي او ويل شوي دي، چې وسلوال طالبان د الوتکو ضد د اوږو او نور دافع هوا ميزاييل کاروي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، په تېرو نهو کلونو کې، چې وسلوال طالبان د امريکايي ځواکونو پرضد جنګېږي داسې راپور نه دى ورکړل شوى، چې دغو وسلوالو دې د بهرنيو ځواکونو کومه الوتکه په توغنديز بريد کې راغورځولې وي.

خو داسې راپورونه شته، چې په تېرو کلونو کې طالبانو ته داسې وسلې په لاس ورغلي او کاروي يې، چې يوازې له امريکايي پوځيانو سره وي.

يا هم کله، چې امريکايي او نور بهرني ځواکونه له کومې سيمې وتلي، زياتې وسلې او مهمات ځنې پاته وي، چې وروسته طالبانو ته په لاس ورغلي او دوى يې بېرته د افغان او بهرنيو ځواکونو پرضد کاروي.

طالبانو وخت ناوخت د هغو الوتکو د رغورځولو مسؤليت منلى، چې په هېواد کې په تېرو کلونو کې غورځېدلي دي.

دوى وايي د الوتکو ضد هر ډول توغندي او وسلې لري، چې کولاى شي په راتلونکي کې هم د بهرنيو ځواکونو پوځي الوتکې پرې ويجاړې کړي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA