د امريکا د مرکزي استخباراتو يو پخواني مامور جاک ډيوين، چې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال يې د افغان جنګياليو د روزنې دنده پر غاړه درلوده وايي: متحده ايالات نشي کولاي، چې په افغانستان کې د حامد کرزي په شتون کې کوم پرمختګ وکړي.
د امريکا د مرکزي استخباراتو يو پخواني مامور جاک ډيوين، چې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال يې د افغان جنګياليو د روزنې دنده پر غاړه درلوده وايي: متحده ايالات نشي کولاي، چې په افغانستان کې د حامد کرزي په شتون کې کوم پرمختګ وکړي.نوموړي په خپله مقاله کې ليكلي: امريکا په افغانستان کې هغه تېروتنې کوي کومې، چې پخوا شوروي اتحاد کړې وې.
د نوموړي په وينا، د امريکا د نظامي عملياتو پايله به هم کټ مټ لکه د شورويانو په څېر وي، که چېرې همداسې له کرزي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د CIA دا پخواني مامور زياتوي، اوس د دې وخت رارسيدلى دى، چې له سره سوچ وکړو او کنه ماته مو په برخه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


