د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د افغانستان په جنوب کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. په کابل کې د يادو شويو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې دغه سرتېري تېره ورځ د ماين په چاودنه او مخامخ بريد کې وژل شوي دي.
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د افغانستان په جنوب کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
په کابل کې د يادو شويو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې دغه سرتېري تېره ورځ د ماين په چاودنه او مخامخ بريد کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د پېښو کره ځاى او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه شوى.
بلخوا د بريتانيا دفاع وزارت اعلان کړى، چې پرون يې د افغانستان په هلمند ولايت کې دوه سرتېري وژل شوي دي .
دغه هېواد په افغانستان کې ٩٥٠٠ سرتېري لري، چې په هلمند کې مېشت دي او تر اوسه يې ٣٢٥ سرتېري وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


