ads

د شكايتونو كمېسيون ٦٨ كانديدان نغدي جريمه كړل

د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون ولسي جرګې ته ۶۸ كانديدان، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د کړنلارې خلاف يې په منعه شويو ځايونو كې عكسونه لګولي وو، ۸ زره افغانۍ نغدي جريمه كړل. د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون ولسي جرګې ته ۶۸ كانديدان، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د کړنلارې خلاف يې په منعه شويو ځايونو كې […]

نویسنده: TKG
11 زمری 1389

د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون ولسي جرګې ته ۶۸ كانديدان، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د کړنلارې خلاف يې په منعه شويو ځايونو كې عكسونه لګولي وو، ۸ زره افغانۍ نغدي جريمه كړل.

د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون ولسي جرګې ته ۶۸ كانديدان، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د کړنلارې خلاف يې په منعه شويو ځايونو كې عكسونه لګولي وو، ۸ زره افغانۍ نغدي جريمه كړل.

دغه څرګندونې د ټاكنيزو شكايتونو د كمېسيون غړي او وياند احمد ضياء رفعت د يكشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري ناستې ته وكړې.

نوموړي وويل، چې پرېكړه يې د ټاكنو د خپلواك كمېسيون د ټاكنيزو مبارزو د ۱۲مې مادې د دستور العمل پربنسټ کړې ده.

هغه وايي، چې د ټاكنو قانون د۶۳ مې مادې پربنسټ، دا كړنې ټاكنيزې سرغړونې دي او د شكايتونو د كمېسيون له لوري كانديدان نغدي جريمه شول.

د نوموړي په وينا، هر جريمه شوى كانديد مكلف دى، چې ۸۰۰۰ افغانۍ نغدي جريمه وركړي، خپلې ټولې تبليغاتي پاڼې، عكسونه او شعارونه له منعه شويو ځايونو پاك كړي او كه چېرې تر لسو ورځو پورې دا چارې ترسره نه كړي، نو درنه سزا به وركړل شي.

خو نوموړي، د دغې درنې جزا په اړه معلومات ورنه کړل.

هغه وويل، چې له دې ډلې څخه ۶۷ كانديدان په كابل او يو يې په  ننګرهار ولايت كې جريمه شوى او په هرات ولايت دا ډول ۴۰ نورې دوسيې تر كار لاندې دي، چې په نږدې ورځو كې به بشپړې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA